IQNA

د ځوانانو د سنيما دفتر د فلسطين په موضوع سره ٥٩ فيلمونه جوړوی

10:06 - March 12, 2009
د خبر لمبر: 1755181
د هنر ډله: د ځوانانود سنيما دفتر په ټول هيواد كښې د زيتونو د زمكې تر عنوان لاندې د لنډو فيلمونو د فيسټيوال د جوړيدو په درشل كښې (( د فلسطين د مظلومو خلقو پائيداری او مقاومت )) په موضوع سره د درې منټو ٥٩ فيلمونه جوړوی.
د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د ايران د ځوانانو د سنيما د انجمن د عمومی روابطو په نقل سره د رپوټ له مخې د دې خبر په اعلانولو سره وويل: د دغو اثارو توليد به د يو لړ موضوعاتو په زمينه كښې لكه د فلسطين د خلقو مظلوميت او هجرت، د فلسطين د ملت د وګړو وحدت او يووالی، قدس د مسلمانانو وړومبۍ قبله، د بشری حقوقو له نظره د فلسطين حالت او دوستانه نړيوال بشری حقوق، د انتفاضې د ځانګرتيا مسئله، هولوكاسټ يو د دروغو داستان او له هغۀ څخه د صهيونزم د ناوړې استفادې پراخه اړخونه، له ظهور نه تر زوال پورې صهيونزم د يو نزاد پرسته رژيم په توګه، په انتقاضه كښې د ښځو رول، د فلسطين د خلقو شپيتۀ كلن نيواك او كډماری، د فلسطين د خلقو په مقاومت باندې د ايران د اسلامی انقلاب اثر، په فلسطين كښې د اسلامی انقلاب د ادبياتو رول، د فلسطين د مقاومت د ماهيت اسلامی توب او د يوې اسلامی حل لارې د وړاندې كولو ضرورت.
دغه اثار به (( د زيتون زمكه )) نومې فيسټيوال د سياليو په برخه كښې د شتون لپاره له جاجونې وروسته معرفی كیږی.
376615
captcha