د سيستان و بلوچستان د اهل سنتو په چارو كې د ستر لارښود د نمايندګۍ كلتوری مرستيال ښاغلی حجتالاسلام والمسلمين «براتی»، د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د سيستان و بلوچستان څانګی سره په خبرو كې وويل: چې د اسلامی مذهبونو شلم علمی او تحقيقی سمينار د وحدت اوونۍ او د پيغمبر اكرم د زوكړې كليزې په مناسبت سره د ايران په زاهدان ښار كې تر سره كیږی.
هغه زياته كړه چې په دې سمينار كې به د شيعه او سنی كلتوری، مذهبی او پوهنتونی ستر شخصيتونه ګډون كوی
د سيستان و بلوچستان د اهل سنتو په چارو كې د ستر لارښود د نمايندګۍ كلتوری مرستيال څرګنده كړه: دا علمی او مذهبی سمينار به څلور ورځې د روانې مياشتې د 24 نیټې تر 27 نیټې پورې د سيستان و بلوچستان د فردوسی پوهنتون په كانفرنسو هال كې تر سره كیږی.
ښاغلی حجتالاسلام و المسلمين «براتی» زياته كړه: چې د دې سمينار دبير خانې ته رسيدلو مقالو شمير 98 چې عقايد، ټولنيز، او حديث په موضوعګانو دی او د سمينار د علمی كمیټی د جاجولو نه پس 64 مقالې قبولې شوې.
د سيستان و بلوچستان د اهل سنتو په چارو كې د ستر لارښود د نمايندګۍ كلتوری مرستيال زياته كړه: د دې سمينار د ختميدو پروګرام به د روانې مياشتې په 27 نیټه د سه شنبه په ورځ د سيستان و بلوچستان د فردوسی پوهنتون په كانفرنسو هال كې تر سره كیږی.
376622