IQNA

د فيلمونو نړيوال فيسټيوال «آسا» ته رسيدلی ٦٣٠ فيلمونو بيا كتنه شروع شوه

10:14 - March 12, 2009
د خبر لمبر: 1755194
د هنر ډله: د انسان دوستانه فيلمونو د نړيوال فيسټيوال «آسا» د وړومبی انتخابی ډلې غړيو د فيسټيوال دبيرخانې ته د رسيدلو آثارو د بيا كتنې كار شروع كړ.
د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د انسان دوستانه فيلمونو د وړومبنی نړيوال فيسټيوال«آسا» د خبری كمیټۍ په نقل سره رپوټ وركړ: د فيسټيوال د دې دورې د انتخابی ډلې غړيو فيلمساز كيانوش عياری ، فيلمساز محمد درمنش، د ټيلی ويژنو پروګرامونو د جاجونې او څارنې كارپيژندی اكرم سبز علی پور، د انيميشن لوړ رتبه كار پيژاندی علی رضا ګلپایګانی او د سنيما مدرس معين حكمی د فيسټيوال دبيرخانې ته د رسيدلو فيلمونو بيا كتنه آغازكړه.
د انتخابی ډلې غړی به په دريو برخو يعنې، داستانی، مستندو او انيميشن په برخو كښې د وررسيدلو ٦٣٠ آثارو له بيا كتنې نه وروسته هغه غوره اثاركښې د فيسټيوال د جوړيدو له موضوع سره اړوند وی د داورۍ برخې ته معرفی كړی.
په هره برخه كښې غوره كړې شوی اثار به د راتلونكی هجری نمريز كال د غوئی د مياشتې په يولسمه نیټه د فيسټيوال د وروستنيو مراسمو سره په يو وخت د قدرونې وړ وګرځی.
مينه وال كولې شی چې د لا زياتو معلوماتو د حاصلولو لپاره د دغه فيسټيوال وېبپاڼې ته په دې پته مراجعه وكړی: www.asafest.com

376584
captcha