IQNA

له قران مجيد سره مينه مومنان له ايمانی خطرو او ښوئېدو څخه ساتی

9:56 - March 14, 2009
د خبر لمبر: 1755637
د قرانی فعاليتونو ډله: د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښكر ستر قوماندان د لښكر د پاسدارانو او عسكرو كاركوونكو قران مجيد د سياليو په وروستنيو مراسمو كښې وويل: وړومبنی اثر چې د قران مجيد حفظ، قرائت او ورسره مينه لری له ايمانی خطراتو، مصيبتونو او ښوئېدو څخه د مومنانو ساتنه ده
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښكر ستر قوماندان سردار جعفری د لښكر د پاسدارانو او عسكرو كاركوونكو د قران مجيد د سياليو د ٢٧ دورې په وروستيو مراسمو كښې چې د غدير په كلتوری كمپليكس كښې جوړ شوی وو وويل: د لوړو ايمانی درجو د پلی كولو لپاره پكار دی د الهی مفاهيمو درك او شناخت ولرو او د نن له ژوند او حالاتو سره هغه تطبيق كړو او په الهی احكامو باندې د عمل كولو لپاره كوشش وكړو
هغۀ زياته كړه هيله ده چې د قران مجيد په بركت مونږ ټول په الهی احكامو او قرانی دستوراتو باندې په عمل كښې وړاندې كيدل خپل د ژوند محور وګرځوو ځكه ټول ايمان د خدای پاك د رضا لپاره او په خالصانه نيت سره په عمل كښې خلاصه كیږی
هغۀ اسلامی ايران د دوستانو او دښمنانو د اقرار په بنياد يو تر ټولو ستر نړيوال قدرت وبالۀ او وې ويل د ايران د ټولنې قدرت او طاقت په فوځی تجهيزاتو، وسلو او مادی توانمنيو باندې تكيه نده بلكې د قران مجيد په الهی احكامو او د پيغمبر اكرم (ص) په سيرت باندې د ايمان او عمل په قدرت باندې تكيه ده.
376781
captcha