IQNA

10:04 - March 14, 2009
د خبر لمبر: 1755638

د عربستان دينی عالمانو له قبلان او فضل الله سره كتنه وكړه

نړيواله ډله: د سعودی عربستان د دمام له ښار څخه د دينی عالمانو يو پلاوی د لبنان د اعلی اسلامی شورا د مشر له مرستيال عبدالامير قبلان او علامه سيد محمد حسين فضل الله سره كتنه او خبرې اترې وكړې

د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د لبنان چاپ المستقبل ورځپاڼې په حوالې سره رپوټ وركړ قبلان له دغه پلاوی څخه په هركلی سره لبنان د هغوی دويم وطن وباله او د اسلامی وحدت او په يو والی او پيوستون سره د تفرقې او فتنې د جرړو د وېستلو په ضرورت باندې په تاكيد سره په تيره بيان د اسلامی امت د تاريخ په دې حساسه مرحله كښې هغه د دين او وطن د حفاظت لپاره د امن يوه زمينه وبلله.
همدا رنګ علامه فضل الله هم له هغوی سره په كتنه كښې د اسلامی وحدت او د عربو او اسلامی نړۍ د ثبات لپاره د ټول ډلو په كوششونو باندې تاكيد وكړ چې ټول مسلمانانو د يو بل تر څنګه د اسلام د تاريخ دښمن په خلاف چې بې له شكه صهيونيسټ رژيم دی مقاومت وكړی.
حسن نمر الصائغ، عباس المازنی، احمد نمر الصائغ او محمد نمر الصائغ د سعودی عربستان د دمام ښار له دينی عالمانو څخه وو چې په دې كتنه كښې یې ګډون وكړ.
376916
captcha