د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا اعزازی خبريال د حوزې د خبر د مركز په نقل سره رپوټ وركړ مرجع تقليد ايت الله العظمی ناصر مكارم شيرازی تيره ورځ د فقهې د درس خارج په ابتدا كښې د وحدت مفهوم ته په اشارې سره وويل: كه د مسلمانانو ترمينځ د قران، عباداتو، قبلې او حج د مناسكو په شان ډېر مشتركات وجود لری نو كه د هغو په نسبت سپكاو ی وشی نو پكار دی ټول مسلمانان یې د دفاع لپاره پاڅی
هغوی د تقیې په بحث ته اشاره وكړه او څرګنده یې كړه چې تقيه هغه وخت وی چې كله د يو كس سر ته خطره وی او د اسلام په ابتدائی دور كښې چې كله مسلمانان د دښمنانو ترمينځ راګير وو نو هغوی به تقيه كوله
هغوی د شيعه او سنی عالمانو ترمينځ وحدت غوښتونكې روحیې ته اشاره وكړه او زياته كړه چې كه مونږ د دوستۍ لاسونه وړاندې كړو نو تاسو ته هم پكار دی چې د دوستۍ لاسونه اوږده كړئ،مينه پكار نۀ ده چې يو طرفه وی چې هركله مونږ د اهلسنتو په نمونځونو كښې ګډون كوو نو هغوی ته هم پكار دی چې د شيعه ؤ په نمونځونو كښې ګډون وكړی
هغوی د لبنان حزب الله او د فلسطين حماس د مسلمانانو لپاره سترې بيلګې وبللې چې په خپلې میړانې اومقاومت سره د مسلمانانو ترمينځ د تفرقې او اختلافاتو د پېدا كولو لپاره د دښمنانو دسيسې او نقشې شنډې كړې او وحدت او يووالې له زبانې وينا نه په عمل كښې څرګند شو.
376931