د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د اردن له ورځ پاڼی الدستور یې نقلوی ليكی چې دا جشن د زرګونو شيعه ؤ او سنيانو او د پيغمبر اكرم د مينه والو په ګډون سره د دې هيواد په عظيميی سيمې كې په «ابوحنيفة بن النعمان» جومات كې تر سره شو
همدا رنګ د مجلس ځينې غړيو، وزيرانو او عراق ځينې واكمنانو لكه د دې هيواد د ولسمشر مرستيال ښاغلی «طارق الهاشمی» او د عراق د سنيانو د وقف مشر ښاغلی «نصير العانی» هم په دې مراسمو كې ګډون وكړ
د دې جشن د ترسره كولو مشرانو لخوا د دې جشن اصلی مقصد د عراق د شيعه او سنی مسلمانانو د وحدت او يووالی لپاره يوه لټه وبلله
دا جشن د قران پاك تلاوت او د پيغمبر اكرم (ص) په ستائيه كې نعتونو سره پيل شو او نور مختلف پروګرامونه پكښې اجرا شول، د عراق امنيتی ځواكونو د دې مراسمو حفاظت په اوږه لرل.
له ميلادی كال 2003 راهسی دا لومړې ځل دی چې د پيغمبر اكرم(ص) د ميلاد جشن د عراق شيعه او سنيانو ښاريانو په ګډه تر سره كړې وی.
376925