د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له sana یې نقلوی، بان كی مون په دې ليك كښې په مصر د ملګرو ملتونو په سمينار كښې ګډون كوونكيو ته وويل: د دې لپاره چې فلسطين خپل زوړ حال ته راشی بايد زر تر زره د رفح لاره خلاصه شی او د په غزې كښې د هميشه لپاره د جنګبندۍ اعلان وشی.
هغه زياته كړې ده: د فلسطين د مسلی د حل كولو لار يوازې سياسی لار ده او فلسطينی ټولی دې بايد متحد شی او فلسطين له دې حالاتو وباسی.
د ملګرو ملتونو د انسانی مرستو دفتر هم په خپل نمبر د فلسطين د حالاتو د پريشانۍ څرګندونه كړې ده او د نړۍ له هيوادونو یې غوښتی دی د غزې د بيا ودانولو لپاره د خيریې ټوليو مرسته وكړې شی او خپلې مرستې فلسطين ته ولیږل شی.
377398