IQNA

اسلام ظلم او زياتی سره د مقابلې لپاره راغلی دی

9:50 - March 16, 2009
د خبر لمبر: 1756311
نړيواله ډله: اسلام د ژوند په چارو كښې ميانه روی خوښه وی، دا دين ظلم او زياتی سره د مقابلې لپاره راغلی دی او په قران كريم كښې پيغمبر(ص) د رحمت د نبی په توګه ياد شوی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «محيط»، له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی د كامرون د اسلامی اتحادیې ستر سكتر «سعيد علی حمدو» وويل: د قران اياتونه مونږ له تعصب او زياتی منعې كوی او د اسلام دين په ژوند كښې د رحمت او مهربانۍ پر اساس جوړ شوی دی.
سعيد علی حمدو همدارنګ ټينګار وكړ زياتی او له حده وتلو سره مقابله د قران او سنت په نيولو سره امكان لری او زياته یې كړه: تندروی او زياتې هله راځی كله چې خلك د اسلامی له حقيقی اصولو ناخبر وی.
هغه په اخر كښې له ټولو هيوادونو، رسندويو، د دينی ښوونو او د مؤسسې او جماتونو وغوښتل چې تر كوم حده ممكن وی دې تندرویې سره دې د مقابلې لپاره ځان تيار كړی.
378064
captcha