د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، له يو سل پنځوسو زيات كسان چې نړيوال پوهان د دنيا د 45 هيوادونو د غونډې غړی او د اسلامی مذهبونو د تقريب د عالی شورا غړی دی او د دوه ويشتم اسلامی وحدت په كانفرنس كښې ګډون كوونكی دی.
دا كانفرنس هر كال د تقريب مذاهب د غونډې له خوا ترسره كیږی او د هغې د قانون مطابق، د هغې غړی هر دوه كاله كښې يو ځل يوه ناسته ترسره كوی چې پكښې د تير كال كارونه جاجوی او د راتلونكيو دوو كلونو پروګرام پكښې جوړوی.
د يادونې ده چې دوه ويشتم اسلامی وحدت كانفرنس د «اسلامی امت: خنډونه او د هغې هوارول» تر موضوع لاندی د جمعې په ورځ د كب د مياشتې په 23 نیټه د آيتالله هاشمی رفسنجانی په وينا سره شورو شوې او نن به د كلتور او اسلام بلنې وزير محمد حسين صفار هرندی په ګډون سره د مشرانو د ناستې په هال كښې ختمیږی.
378036