IQNA

د «مصطفی اسماعيل» له ټولو ښه مقلدان (نقل كوونكی) هم له هغه زيات وروسته دی

9:37 - March 17, 2009
د خبر لمبر: 1756784
د قرانی كارونو ډله: زمونږ د هيواد يو نړيوال قاری د مصطفې اسماعيل تلاوت ته په پام وويل: د هغه اواز ډېر زيات اوچت دی او د هغه له ټولو ښه مقلدان (نقل كوونكی) هم له هغه ډېر زيات وروسته دی
د قران كريم نړيوال قاری صالح اطهری‌فرد، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: ډېر په جرات سره ويلی شو چې كوم استاذان له مصطفی اسماعيله وروسته راغلی دی هغوی د هغه له تلاوته ګټه نه ده اخستی، تر دې چې عبدالباسط چې ښكاری له محمد رفعه یې ګټه اخستې ده كله كله د دې استاد غوندې لحن ادا كوی.
هغه په دې لړ كښې زياته كړه: د استاذ مصطفی اسماعيل اواز ډېر معنا دار دی او مفهوم او معنی په ښه توګه بيانوی، تر دې چې هغه لاندې والی چې د استاد په اواز كښې موجود دی كله كله دومره ښائسته ښكاری چې د هغه مقلد دا فكر كوی چې دا د استاد د تلاوت په اصولو كښې يو اصل دی.
374191
captcha