د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې د (( هدی )) تواشيح ډلې چې د تيونس د كلتور د وزارت په دعوت او د په دغه هيواد كښې د ايران د كلتوری مركز په همكارۍ سره د وړومبی ځل لپاره د ايران او تيونس په كلتوری ارتباطاتو كښې د خدای د ګران رسول (ص) او اهلبيتو (ع) په اړه د تواشيح او مدحه خوانۍ د ١٠ پروګرامونو د اجرا كولو په ترڅ كښې د ايران ښكلې دينی كلتوری څېرې معرفی كړې. د تواشيح د (( هدی )) ډلې د پروګرام اجرا د تيونس د ولسمشر د سلاكار او په ٢٠٠٩ كال كښې د قيروان د پروګرامونو مسئول جعفر ماجد، د تيونس د پارليمان غړی او د تيونس او ايران د دوستۍ د انجمن د مشر شيخ محسن تميمی او د قيروان له زرو نه د زياتو نندراچيانو له هركلی سره مخامخ شوه
په تيونس كښې د ايران د كلتوری مركز مشر سيد حسن عصمتی په دغو مراسمو كښې په خپله وينا كښې وويل: د خدای ګران رسول (ص) او اهلبيت (ع) د اسلامی نړۍ د وحدت او پېوستون محور دی.
378317