د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې په دغه نندارتون كښې د قرانی خوشنويسۍ لوحې، ښكلی چاپ شوی قرانونه او قرانی كتابونه او نرم اوزار چې په ايران كښې خپارۀ شوی دی د عامه خلقو د نندارې لپاره اېښودل كیږی.
دا نندارتون به د پیټرو بورو ښار د شيعه ؤ او سنيانو په اصلی مركز كښې د پنځو ورځو لپاره جوړیږی.
پیټرو بورو ښار د څو جوماتونو او اسلامی مركزونو په لرلو سره د برطانیې د زياتو مسلمانانو لرونكو ښارونو څخه دی
378222