IQNA

د افغانستان په مزارشريف كښې د شرعی وختونو د ټاكلو زدكړه

8:25 - March 18, 2009
د خبر لمبر: 1757241
سياسی او اجتماعی ډله: د افغانستان د امام جعفر صادق (ع) د علميه حوزې مسئولان د شرعی وختونو د ټاكلو په هدف سره په مزار شريف ښار كښې د اسلامی نجوم د زدكړې كلاسونه جوړوی
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د افغانستان د اسلامی جمهوريت د څانګې رپوټ له مخې په افغانستان كښې د دقيقو شرعی وختونو د پيژندنې په هدف او په ځای توګه د مخصوصو نيم پيشه ورانه اولنی ټيليسكوپونو او دوربينونو په شان له ابتدائی وسائلو څخه په استفادې سره د اسلامی نجوم د زدكړو كلاسونه جوړیږی
د دغه رپوټ له مخې دغه كلاسونه د ١٣٨٨ هجری نمريز كال د اوری د مياشتې له وړومبۍ ورځې څخه په مزار شريف ښار كښې شروع كیږی او په راتلونكو نزديو وختونو كښې به د افغانستان نور ښارونو ته هم منتقلولې شی.
د دغو كلاسونو د جوړولو مسئول د حقيقی په قول افغانستان د ټاكل شويو شرعی وختونو د نشت په وجه له ډېر مشكلات لری چې د افغانستان مسلمانان یې له دې امله له ډېر ستونزو سره مخامخ كړی دی او د دې طرحې اجرا كولې شی خلق د ګاونډی هيوادونو او عربستان په طريقو سره جوړ شويو بهرنيو جنتريانو او كليزونو څخه بې نيازه كړی
378923
captcha