نامتو افغان قاری او حافظ او د جامعه المصطفی (ص) العالميه يو طلبه سيد اباذر واحدی د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د قم له څانګې سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: ايرانی استادان زيات افغانستان ته راغلی دی او زدكړو دورې یې جوړې كړې دی.
په دا ډول چې د افغانستان زياتره خلق د ايران ځينې نامتو قاريان لكه استاد طوسی او استاد فروغی وغېره په شان قاريان پيژنی او د هغوی تلاوتونه د يادګار په توګه د هغوی په ذهنونو كښې پاتې دی
واحدی زياته كړه په افغانستان هره ورځ د سهار له نخونځ نه پس له قران سره د مينې محفلونه جوړیږی او د ماشومانو په شمول څو زره خلق په هغو كښې ګډون كوی او له قران سره د خپلې ولولې او شوق څرګندونه كوی.
تير كال په فجر نومې سياليو كښې د جامعه المصطفی (ص) د قران او حديث د المپياد په ديارلسمه دوره كښې دغه وړومبی تن د دې په بيانولو سره چې مسلمانان بايد د دښمنانو په مقابل كښې بيدار وسی څرګنده كړه: دښمنان يوازې غواړی چې قران او اهلبيت (ع) قدرت پيدا نكړی نو پكار دی چې مونږ خپل لا زيات وحدت سره د دوی دغه دسيسې شنډې كړو.
هغۀ په اخير كښې وويل چې د اهلبيتو (ع) مكتب مظلوم او مهجور پاتې دی او مسلمانانو ته پكار دی د وحدت په ساتلو سره د دغه مظلوميت او مهجوريت د ختمولو لپاره كوشش وكړی.
378682