د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان څانګې د يو راپور پر اساس، په دې يو ورځنۍ سمينار كې چې د شنبه په ورځ د كب د مياشتې په 25 نیټه تر سره شو، ښاغلی حجت الاسلام «اسلامی» په خپلې وينا كې وويل: د داسې سيمينارونو تر سره كول د خلكو د بيدارۍ او د عالمانو د له زيات څیړنې باعث جوړیږی،.
د دې سمينار ويناوالو د ننۍ نړۍ په ښځو باندې د ظلم او زياتی جرړې ته په اشارې سره وويل: چې د دې كار اصلی وجه د بشرې ټولنو له اسلامی احكامو څخه لرې كيدل دی او كه چرې دې كار دوام وموند نو بايد به ښځو باندې د ډير زيات ظلم او بې انصافۍ ليدلو منتظر شوو.
378275