IQNA

په بلغارستان كښې "فلسفه او اسلامی عرفان" ناسته ترسره شوه

10:25 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757671
علم او تفكر ډله: د "فلسفه او اسلامی عرفان" په نوم ناسته د اسلامی كلتور او اړيكو د غونډې د اسلامی مطالعاتو د نړيوال مركز په مرسته او په بلغارستان كښې د ايران د كلتوری مركز په مرسته د ايران د استاذانو او پوهانو په ګډون سره د كب د مياشتې په 26 نیټه د بلغارستان د فلسفې اكیډمۍ په انسټیټيوټ كښې ترسره شوه.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا ناسته د «تودورووا» په وينا سره له فلسفې انسټیټيو شورو شوه او په نړۍ كښې د تصوف اهميت او د هغې «اگزيسټانسياليسم» فلسفی سره ورته والی او د انسان د تصوف په ځينو برخو یې رڼا واچوله.
«محمد محمدرضائی» د تهران د فلسفې د ډلې محصل چې له وينا والو څخه وو، د عرفان لغوی او اصطلاحی معنې ته اشاره وكړه او ویې ويل: عرفان يو داسې علم دی چې د هغې د پيژونګلو اوزار زړه، د هغې په لاس راوړو طريقه یې د نفس پاكی ده او د دې په سبب انسان عالم غيب او اسماء صفات الهی ته رسی.
هغه د دې خبرو دليل له قران راوړه او ویې ويل: ډېر ايتونه د خدای په پيژونګلو او د عالمونو حقيقت ته د رسيدلو لار ښيی خو دا پاك زړه دی چې د خدای د پيغام ترلاسه كولو توان لری او داسې زړه بايد ځينې صفتونه لكه له خدايه ويره، نيت، نيك عملونه، اخلاص او اخلاص سره بندګی.
په دې ناسته كښې د ايران د حكمت او فلسفې د مؤسسې د عرفان او دينونو د ډلې مشر «پازوكی» هم د اسلامی جهاد او د هغې د ډولونو په هكله خبرې وكړی.
د تركیې د مرمره پوهنتون استاذ «محمود ارول قليچ» هم پكښې د عرفان په كله مقاله وړاندې كړه.
د دې ناستې په اخر كښې ايرانی استاذانو د حاضرانو د بيلا بيلو علمی فلسفې او عرفانی پوښتنو ځوابونه وركړل.
379552
captcha