IQNA

نړيوال قرانی اولمپك ترسره كول د ايران په هكله د هيوادونو ليدتوګې بدلوی

10:22 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757674
د قرانی كارونو ډله: د تنزانيا يو قاری چې د جامعةالمصطفی العالميه(ص) د قران او سنت په څوارلسم نړيوال اولمپك كښې یې ګډون وكړ تاكيد وكړ: نړيوال قرانی اولمپك ترسره كول د دې سبب كیږی چې د ايران او د شيعو په هكله د سنيانو او نورو هيوادونو ليدتوګې بدلې شی.
د تنزانيا قاری «خميس صادق» چې د جامعةالمصطفی العالميه(ص) د قران او سنت په څوارلسم نړيوال اولمپك كښې یې ګډون وكړ د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د قم شعبې سره یې په خبرو كښې وويل: درې كاله مې وشول چې د قرائت په برخه كښې كار كوم او له ايرانيانو قاريانو تقليد كوم.
په ايران كښې د هغه دوه كاله وشو چې د دينې علمونو په زده كړې بوخت دی هغه وويل: زمونږ هيواد نه يوازې په قرانی كارونو كښې بلكه په ډېرو كارونو كښې بايد د ايران تقليد وكړی.
د قاری وويل: نړيوال قران اولمپك ترسره كول د دې سبب كیږی چې د ايران او د شيعو په هكله د سنيانو او نورو هيوادونو ليدتوګې بدلې شی ځكه چې ځينې سنيان چې وړاندې كال ايران ته راغلی وو هغوی وويل: مونږ له دې وړاندې چې ايران ته لاړ شو دا فكر نه كاوۀ چې ايرانيان به دومره ښې طريقې سره قران تلاوت كړی او تر دې چې ځينو پكښې فكر كاوۀ چې شيعه يو بل قران لری خو ايران ته له راتلو وروسته د دښمنانو ټولې نقشې خاورې شوی.
377884
captcha