IQNA

د قاضيانو د لارښوونې جامع كتاب «د افغانستان قاضيان» چاپ او خپور شو

10:25 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757675
د علم او تفكر ډله: د قاضيانو د لارښوونې جامع كتاب «د افغانستان قاضيان» چې له سلو زياتو سرچينو سره ليكلی شوی دی نن د كب د مياشتې په 28 نیټه په يو پروګرام كښې د افغانستان د عدليه په وزارت كښې وجاجول شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د افغانستان برخې په ګزارش چې د كابل له نور ټيلويژن یې نقلوی، د دې كتاب په ليكلو كښې چې د افغانستان د عدليه په مرسته ليكل شوی دی له سلو زياتو فقهی، قضايی او اسلامی سرچينو ګټه اخستی شوې ده.
دا كتاب د دې لپاره ليكل شوی دی چې د افغانستان قضايی حالت ورسره ښه شی او د قوه قضائيه لپاره پولې او حدونه وټاكل شی.
د كابل د ډېرو قاضيانو په وينا، د دې كتاب ليكلو ته افغانستان له ډېرو كالو راهسې اړمن و چې اخر د عدلیې وزارت د دې كار سر ته ورساوۀ او دا كتاب یې قضايی ځايونو ته ننباسه او د افغانستان قاضيانو ته یې وركړ.
379485

captcha