IQNA

د ايران د حافظانو هنر زۀ ډېر حيران كړم

10:23 - March 20, 2009
د خبر لمبر: 1757676
د قرانی كارونو ډله: د ايران قرانی حافظان د ايت شميره، مخ شميره او د ايت ټولې بيلګې يادوی او دا دومره دقت سره كار زۀ ډير حيران كړم.
د ټول قران حافظ «احمد» چې د ګينه له كوناكری راغلی دی او د جامعةالمصطفی العالميه(ص) د قران او سنت په څوارلسم نړيوال اولمپك كښې یې ګډون وكړ د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د قم شعبې سره یې په خبرو كښې وويل: ما قران په خپل هيواد كښې حفظ كړ او 2005 ميلادی كال كښې مې د ايران په نړيوالو مقابلو كښې په تهران كښې ګډون وكړ.
دا حافظ د چې له ګينه كوناكری راغلی دی په دې هكله چې هغه د شيعو مذهب له ډېرو څیړنو وروسته ټاكلی دی، وويل: زمونږ هيواد يو اسلامی هيواد دی او حكومت یې تقريبا په د اسلامی شريعت پر اساس عمل كوی او ټول پكښې په سلو كښې 15 كسان شيعه دی.
هغه زياته كړه: د ايران قرانی حافظان د ايت شميره، مخ شميره او د ايت ټولې بيلګې يادوی او دا دومره دقت سره كار ډېره د حيرانتيا خبره ده.
377889
captcha