د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له اردن ورځپاڼی الدستور یې نقلوی، په دې اجلاس كې د اردن د عربی ژبې غونډې غړې، د دې هيواد د پوهنتون استاد او د قران پاك علمی څیړاند ښاغلی «عوده ابوعوده» په دين اسلام كې د ښځې او سړی مفهوم او د دوی د خلقت مقصد بيان كړ.
ابو عوده وويل: چې د قران پاك ډيرو ايتونو د ښځې او سړی تر مينځ رابطې څرنګوالې ډير روښانه او صفا بيان كړې دی،او كه څوك غواړی چې د ښځې او سړی تر مينځ روغې اړيكې پيدا كړی بايد قران پاك ته رجوع وكړی او كومه اړيكه چې الهی كلام كې بيان شوی ده هغه روغه ، مكمل او حقيقی اړيكه او رابطه ده.
هغه په پاې كې تاكيد وكړ: د قران پاك پر اساس د ښځې او سړی تر مينځ د رابطې مفهوم د دې بيانوونكې دی چې ښځه او سړې د يو بل سره ګډ او د يو بل مكمل كوونكې دی يانې د سړی نه علاوه ښځه نيمګړی ده او د ښځې نه علاوه سړې نيمګړی دی. دا قرانی مفهوم د لويدیځ ځينې قوانينو سره بالكل په ضد كې دی.
379656