IQNA

د حضرت امام خمينی ماندينه د هغه بزرګوار په حرم كې خاورو ته وسپارل شوه

17:29 - March 22, 2009
د خبر لمبر: 1757792
سياسی ډله: د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه ماندينه ميرمن خديجه ثقفی شنبه په ورځ د فروردين د مياشتې په 1 نیټه په 93 كلن عمر كې له دې دنيا كوچ وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمينی رحمه الله عليه ماندينه ميرمن خديجه ثقفی چې پرون په حق رسيدلې وه نن د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه په حرم كې خاورو ته وسپارل شوه.
د دغې پاكدامنې ميرمنې د جنازې لمونځ د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای په تهران پوهنتون كې ادا كړ او له جنازې لمانځه وروسته د هغې جنازه د لسګونو زره ويرجنو په بدرګه بهشت زهرا ته يو وړل شوه او هلته د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه په حرم كې خاور ته وسپارل شوه
د دې ميرمن د ايصال ثواب مجلس او قران خوانی به نن د ايران ستر لارښود ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای لخوا ماځیګر 5 بجې د امام خمينی رحمه الله عليه امام بارګاه كې تر سره كیږی
د ايران ډيرو سترو شخصيونو د دې ميرمنې د په غم كې د تعزيت او تسليت پيغامونه خپور كړی دی لكه د ايران اولسمشر ښاغلی احمدی نژاد، د ايران د سلامتی كونسل مشر ښاغلی آيت الله هاشمی رفسنجانی، د مجلس شورا سپيكر ښاغلی علی لاريجانی او نورو ستر شخصتونو او عالمانو هم دا غم او وير د هغو پس مندګانو ته پیښ كړې دی.
380002
captcha