د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د بالكان د سيمې په ګزارش، په دې يوه ورځنی سمينار كښې د بكتاشی د مسلمانانو د نړيوالې كمیټۍ په بلنې سره د نړۍ له اته هيوادونو مسلمانانو او عيسايانو پوهانو ګډون وكړ چې پكښې د امام علی(ع) د شخصيت په بيلا بيلو برخو خبرې اترې وشوې.
په دې سمينار كښې چې د تير كال د كب د مياشتې په 30 تاريخ ترسره شو د آلبانيه، ايران، فرانسه، تركيه، روسيه، مقدونيه، بلغارستان او كوزوو پوهانو د هغه حضرت(ع) په هكله وينا ګانې وكړې.
د مسلمانانو د كمیټې مشر «حاجی سليم موچا» لومړنۍ وينا وال وو چې د اميرالمؤمنين له ځينې فضيلتونو بيانولو وروسته یې دا ايت «واعتصموا بحبل الله جميعا و لا تفرقوا» تلاوت كړ او ټول مسلمانان یې اتحاد ته وغوښتل.
«رضا كرمی» د جمهوری اسلامی ايران له خوا ګډون كړی و چې هغه پكښې هم د امام علی(ع) په افكارو او كړو وړو باندې خبرې وكړې او ویې ويل: د امام علی(ع) په هكله په تاريخ كښې ډېرې خبرې شوی دی خو كله چې نوی خلك خبرې وكړی نو د هغه حضرت له صفتونو ډېر نوی نوی صفتونو ته ورسی.
په دې سمينار كښې د بيلا بيلو ځايونو مشرانو «بابا رشاد بارذی»، «راسيم حسنای»، «آنتون سرچی»، «شيخ حسين شيهو» ، «بويار خراسانی» هم ويناوې وكړی.
380246