د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د جمهوری اسلامی افغانستان د څانګې په ګزارش، حجتالاسلام «نعيمی» د دې مطلب په اعلانولو سره وويل: په دې محمولې او بار كښې روغتون د بيلا بيلو برخو لكه، د ښاغونو، نرسانو، ادارو او نور كالی او همدارنګ د علاج كالی او دارو شامل دی چې په افغانستان كښې هغه روغتون ته چې د حضرت يحيی(ع) مزار سره تړلی ورسيدل.
«نغمه» په افغانستان كښې د جمهوری اسلامی ايران د حلال احمر مشره چې په خپله سرپل ته دې بار د رسيدلو لپاره تللې وه وويل: مونږ په دې هڅه كښې يو چې دې امامزاده په بركت ټوله سيمه بدله كړو.
هغه د سرپل له مشرانو وغوښتل چې په دې كار كښې دې دې روغتون سره پوره پوره مرسته وكړی چې ضعيفانو او مانده خلكو سره د مرستې سبب شی.
د دې ګزارش پر اساس دا روغتون تير كال په دريو چتونو كښې جوړ شو او همدارنګ به په دې كښې د علاج نوې برخه له نوی كاله شورو كیږی.
379848