د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان څانګې د يو راپور پر اساس، چې له دې هيواد له المستقبل ورځپاڼې یې نقلوی، دا دوه ورځينۍ سمينار چې په لبنان كې د ايران كلتوری مركز، د مذهبونو د نږديوالی نړيوالې غونډې، د مسلمان عالمانو غونډې او امام صادق عليه السلام انجمن په مرستې په بيروت كې د اونيسكو په دفتر كې شورو دی
په دې سيمنيار چې نن د فروردين د مياشتې 5 نیټې د ګالريا هوټل كې جاری دی، : د لبنان د حزب الله د ستر سكتر مرستيال ښاغلی شيخ نعيم قاسم، د لبنان د مجلس سپيكر ښاغلی «نبيه بری» په لبنان كې د ايران د اسلا می جمهوريت سفير ښاغلی «محمدرضا شيبانی» په لبنان كې د ايران د كلتوری مركز مشر ښاغلی «محمد حسين رييسزاده» د ستر لارښود شرعی نماينده او استازې «محمد يزبك» د لبنان د بهرنيو چارو وزير ښاغلی «فوزی صلوخ» او يو شمير سياسی، دينی، پوهنتونی او د عربو او لبنانيانو ځينې څیړاندو هم ګډون وكړ.
يادونه كوو چې په شلمې پیړې كې شيخ عبدالله العلايلی د لبنان د اهل سنتو يو لوې عالم او شيخ محمد جواد مغنيه د لبنان د شيعه و يو لوې عالم دی چې دواړه په اسلامی وحدت او يووالی كې يو اهم رول لری.
380202