IQNA

اسلامی امت، د نړيوالې محكمې لخوا د سوډان د ولسمشر پر خلاف حكم په ردولو متحد دی

11:17 - March 27, 2009
د خبر لمبر: 1758195
سياسی ډله: د اردن اسلامی غورځنګ د نړيوالې محكمې لخوا د سوډان د ولسمشر پر خلاف حكم د اسلامی امت پر ضد يوه دسيسه وبلله او ټينګار یې وكړ چې د دې حكم د ردولو په هكله د اسلامی امت خبره يوه دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اردن څانګې د يو راپور پر اساس، چې له دې هيواد له الغد ورځپاڼې یې نقلوی، د اردن د عمل اسلامی حزب مشر ښاغلی «حمزه منصور» د دې بيان په ترڅ د دې هيواد د اطلاع رسولو وزير د اخيری بيان په هكله د حيرانتيا څرګندونه وكړه دې وزير څو ورځې وړاندې ويلی وو كه چرې د سوډان ولسمشر عمر البشير دې هيواد ته راننوت نو مونږ به هغه د نړيوالې محكمې لخوا صادر شوې حكم لامله نيوو
د اردن د عمل اسلامی حزب مشر ښاغلی «حمزه منصور» پرون د فروردين د مياشتې په 4 نیټه د اردن لومړی وزير ته په يو ليك كې ليكلی وو چې د اردن د اطلاع رسولو وزير ښاغلی نبيل الشريف دا خبرې په دې حساس وخت كې د ټولو مسلمانانو او بيا په تيره د اردن د مسلمانانو د اعتراض سبب جوړیږی. حال دا چې اسلامی امت، د نړيوالې محكمې لخوا د سوډان د ولسمشر پر خلاف حكم په ردولو متحد دی
هغه زياته كړه چې د اردن دې وزير خبرې او بيانات په دې مسلې اختلاف سبب ګرځې او اردن حكومت بايد د نړيوالو چارو په هكله خپل دریځ څرګند كړی.
380264
captcha