IQNA

د پيغمبر اكرم (ص) زوكړې سره په يو وخت د «بهبهانی» جومات افتتاح وشوه

11:16 - March 27, 2009
د خبر لمبر: 1758204
سياسی او ټولنيزه ډله: د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د زوكړې كليزې سره يو وخت د «سيد هاشم بهبهانی» جومات د عمومی خدمتونو وزير او د كويت د العدان ښار د چارو وزير ښاغلی «فاضل صفر» په ګډون افتتاح شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د كويت له الوطن ورځپاڼی یې نقلوی په دې مرسمو كې لومړی «سيد جابر بهبهانی» له اوقافو او ښار چارو وزارت او «صادق جمعه»، «عبدالوهاب الوزان» او «يوسف الزلزله» د شيعه مخكښنې وزيرانو تشكر او درنښته وكړه او وويل چې جومات د خلقو د هدايت او د ولس د اصلاح كولو او سمولو او د ځوانانو د روزنی ځای دی او د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق ځای دی
هغه په دوام كې د امام جومات او پيش نماز اساسی رول ته اشارې سره وويل: د جامعې او ولس د عبادی چارو، روزنی او كلتوری چارو په تر سره كولو كې د جومات مولانا ډير اهم رول لوبولې شی او مولانا «علی حسن غلوم» یې د دې جومات امام وټاكل.
له بل خوا د بهبهانی جومات، نوی امام د خدای تعالی حمد او ثنا نه پس د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم او حضرت امام جعفر صادق عليه السلام ميلاد په مناسبت ټولو مسلمانانو ته مباركی وړاندې كړ او زياته یې كړه چې په اسلامی ولس كې جومات د يو ژوندی زړه په شان دی.
دا جومات د كويت شيعۀ و د ښكلو مسجدونو څخه دی او امام یې هم يو پوه، عالم ، پرهيزګار او نوموړ ليكوال دی.
يادونه كووچې د ښار د شورا غړيو «حسن جوهر»، «سيد عدنان عبدالصمد»، «احمد لاری»، «عبدالكريم السليم»، «هشام البغلی» او په كويت كې ايران سفير ښاغلی «علی جنتی د ايران كلتوری كارپيژاند ښاغلی «محمد علی كيانی» د اوقافو وزير مرستيال ښاغلی «وليد شعيب» د كويت شيعه او سنی عالمان او نورو ډيرو ښځو او سړيو په ګډون دا مراسم تر سره شول
379868
captcha