د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له «Straits Times» ورځ پاڼې یې نقلوی د «سينگاپورا» نومې، قرانی سنټر، يو كتابتون د لوست كوټې (كلاس روم) او نورو د ښودنو ځينې اوزار د قران پاك په علمونو كې د سپيشليسټ جوړولو لپاره خلاص شوې دی او تر اوسه پورې پكښې تقريبا 1000 تنو محصلو د زده كړې لپاره نومونه ليكلی دی.
د سنګاپور د اسلامی شورا مشر ښاغلی علامه موسی د دې قرانی سنټر په افتتاحيه مراسمو كې وويل: د سنګارپور په ټولو جماتونو كې د اسلامی او قرانی تعليماتو ښودنې لپاره د مختلفو عمرونو ځوانانو او ماشومانو لره دورې پيل شوې دی خو«سينگاپورا» قرانی سنټر هغو كسانو له مخصوص دی چې كوم د قران پاك د علمونو په هكله زيات او كامل علم حاصلول غواړی.
يادونه كوو چې سنګاپور د جنوب ختیځې ايشيا يو وركوټې هيواد دی چې تقريبا 15 فی صده وګړی یې مسلمانان دی.
380557