IQNA

11:55 - March 28, 2009
د خبر لمبر: 1758373

اسرائيل رژيم د فلسطينيانو يووالې او وحدت خرابول غواړی

سياسی ډله: د ايران د بهرنی چارو د وزارت ويندویې ښاغلی قشقاوی په لبنان كې د فتحې غورځنګ د مرستيال وژل، په سختۍ سره وغونده او ویې ويل: اسرائيل رژيم د فلسطينيانو يووالې او وحدت خرابول غواړی

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د بهرنيو چارو وزارت له اطلاعاتو ستر ادارې یې نقلوی چې د ايران د بهرنی چارو د وزارت ويندویې ښاغلی قشقاوی په لبنان كې د فتح غورځنګ د مرستيال«كمال مدحت» وژل،. په سختۍ سره غوندلو سره زياته كړه په لبنان كې د دې كس وژل يو ترهګرۍ قتل دې او د دې ذمه دار اسرائيل دی.

هغه وويل چې په داسې حال چې د فلسطين ټولې ډلې د وحدت او يووالی لره هڅه كوی د الفتح غورځنګ د مرستيال وژل د فلسطينی تنظيمونو تر مينځ د اختلاف اچولو په هدف، تر سره شوې دی

ښاغلی قشقاوی وويل: چې فلسطينې تنظيمونو دې بايد ویښ او بيدار ووسی او د داسې دسيسو مقابله دې وكړه او خپل ټول پام د فلسطين د ازادولو او د فلسطين بی ګناه خلقو ته وكړی. او له اختلافه او ګړ بړه ځان وساتی چې اسرائيل په خپل مقصد كې ماتې وخوری.

379240
captcha