د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې له اسوشيتدپرس یې نقلوی، دا قانون د پاكستان له خوا د اسلامی هيوادونو د شورا په نمايندګۍ كښې وركړی شوی وو چې 23 موافق وټوونه یې لرل او يوولس مخالف.
لويدیځ هيوادونه د دې قانون په اصلی مخالفانو كښې وو چې د دې قانونو پاس كول یې د ازادی بيان مخالف ګاڼه.
د دې قانون پر اساس بايد هغه هيوادونه چې د ملګرو ملتونو غړی دی د هغه چا په خلاف قدم اوچت كړی چې د يو مذهب د لارويانو بې عزتی وكړی يا د هغوی احساساتو سره لوبې وكړی.
د ملګری ملتونو د انسانی حقونو په شورا كښې د پاكستان سفير «ضمير اكرم» په دې هلكه وويل: د دينونو بې عزتی او له هغې غلط مطلب اخستل د هغه دين وګړی غصه كوی او جنګ ته یې مجبوروی نو دې ته پام بايد داسې قدمونه اوچت كړی شی چې دا كار له بيخه ختم شی.
د ملګرو ملتونو د انسانی حقونو شورا دا قانون – چې مركز یې په ژنو كښې دی – په هغوی دا لازمی نه چې په دې خامخا عمل هم وكړی بلكې يو سپارښتنې په شكل د ملګرو ملتونو سره تړلی هيوادونو ته وړاندې كیږی.
380564