IQNA

د بكتاشيه د مسلمانانو مشر: د ايران كلتور د اهلبيتو(ع) له مكتبه اخستی شوی دی

17:45 - March 29, 2009
د خبر لمبر: 1758629
سياسی او ټولنيزه ډله: د بكتاشيه د مسلمانانو مشر«بابا رشاد بارذی» دې خبرې ته په پام چې په البانيه كښې د شريعت او طريقت د كاميابې بلونكی «ولی الله بكتاشی» د ايران له نيشاپوره و، وويل: د ايران كلتور د اهلبيتو(ع) له مكتبه اخستی شوی دی
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د بالكان د څانګې په ګزارش، د بكتاشيه د مسلمانانو مشر په البانيه كښې د وری د مياشتې په شپږمه نیټه د ايران د معادنو او صنايو د تجارت د برخې مشر «نهاونديان» سره له ليدنه كښې وويل: د ايران كلتور د اهلبيتو(ع) له مكتبه اخستی شوی دی

د بكتاشيه د مسلمانانو مشر«بابا رشاد بارذی» دې حديث نبوی ته پام "زۀ د علم ښار او علی(ع) یې دروازه ده" وويل: د بكتاشيه كلتوری جوړښت د اهلبيتو(ع) له كلتوره اخستې شوی دی او «ولی الله بكتاشی» د پيغمبر(ص) او د هغه د اهلبيتو سره د مينې كلتور زمونږ په زړه كښې ژوندې كړ.


د دې ګزارش پر اساس، په دې كتنه كښې ډاكټر نهاوند هم د دواړو ملتونو كلتوری اړيكو ته په پام د جمهوری اسلامی ايران علمی او تجارتی مخپرتګ ته اشاره وكړه او ویې ويل:

د ايران د صنايع او معادن د تجارت مركز دې ته تيار دی چې د دواړو ملتونو رابطه لازياته كړی او په دې لړ كښې په لاس راغلی تجربې يو تر بله بدلې كړی په بيله توګه د تجارت په ډګر كښې.
380692
captcha