IQNA

20:20 - March 29, 2009
د خبر لمبر: 1758760

د افغانستان په سرپل صوبې كې د امام زاده حضرت يحيی (ع) كاليزه او عرس تر سره شو

سياسی او ټولنيزه ډله: د امام زاده حضرت يحيی (ع) كاليزه او عرس ډير درناوی او عقيدت سره د نوی لمريز كال د شورو كيدو مراسمو سره په يو وخت د افغانستان په سرپل صوبې كې د امام زاده حضرت يحيی په مزار كې د حكومت، نړيوالو ادارو كې كار كوونكيو ټولنيزو، سياسی او مذهبی سترو شخصيتونو په ګډون تر سره شو.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان څانګې د يو راپور پر اساس، دا مراسم چې د حضرت يحيی عليه السلام په مزار كې تر سره شول د سرپل د صوبې ګورنر مرستيال د حضرت يحيی عليه السلام فضايل بيان كړل او د هغه بزرګوار د شخصيت او مقام درناوې او قدرونه یې وكړه او د هغه حضرت مزار یې د افغانستان بيا په تيره د سرپل صوبې خلقو لپاره يوه معنوی سرمايه وګاڼله
هغه په خپل كاليز راپوټ او د مزار د نوی كيدو پروګرامونو په بيان سره وويل: كه چرې مونږ د دې عظيم او لوې هستې حضرت يحيی (ع) او د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د سپیڅلې كورنۍ پيروی وكړو نو مونږ كې به وحدت او يووالې راشی او په پايله په ټول هيواد كې به سوله او ارامښت راشی.
د سرپل كلتوری او سياسی كس ښاغلی صارم هم د امام زاده ژوند ليك او په سرپل كې د امام زاده تاريخی مخينه بيان كړه او دافغانستان له ولس یې غوښتنه وكړه چې د لويدیځ او د امريكې د دسيسو په مقابله كې بيدار ووسئ
د دې مراسمو په پاې كې ښاغلی مولانا هاشمی، قران پاك او سنت سره تمسك د افغانستان د خلقو يوازنی نيكمرغی او سعادت وګاڼه
دا مراسم د بلخ، سرپل، جوزجان، فارياب، كابل او نورو صوبو خلقو په ګډون د دوری د مياشتې په 5 نیټه تر سره شو.
380370
captcha