IQNA

په اردن كې اسلامی تبليغيانو پنځمه تعليمی دوره تر سره شوه

10:28 - March 30, 2009
د خبر لمبر: 1758823
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی تبليغيانو پنځمه تعليمی دوره د اردن په پلازمنیې امان كې تر سره شوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اردن څانګې د يو راپور پر اساس چې د اردن له الدستور ورځپاڼې یې نقلوی، د اردن د اوقافو او اسلامی چارو وزير ښاغلی «عبدالفتاح صلاح» په همدې مناسبت تر سره شوی مراسمو كې ګډون په وخت وويل: د اسلام حقيقی او رښتينې څيرې بيانول او څرګندول په دې دورې كې شامل تبليغيانو فريضه دی.
هغه ، د اردن د اوقافو او اسلامی چارو وزير ټينګار وكړه: د دې دورې ټول كورس د كلتوری برابرۍ اعتدال او ميانه روی باندی ایښې شوې دی او د دې دورې استاذانو دا هڅه وه چې تبليغيانو ته له مخكې زيات د داسې مضمونونو ښودنه وكړی چې د اسلامی ميانه روی تبليغ ترې وشی.
د يادونې وړ ده چې د اردن دې تبليغيانو درناوی مراسمو كې د دې هيواد، برونائی، انډونيشيا، سوډان، يمن، الجزاير، لبنان، ليبيا، تيونس او مراكش عالمانو او خطيبانو ګډون وكړ
380805

captcha