د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له «جاكارتا پست» ورځپاڼې یې نقل كړې ده ليكی د انډونيشيا د مذهبې چارو وزير د جمعې په ورځ د جكارتا په «نور الاخلاص» جومات كې جوته كړه نبايد په ټولټاكنې كې بريالی كيدو لپاره له قران پاك ايتونو او مذهبی ارزښتونو غلطه ګټه واخلو
هغه له كانديداو وغوښتل چې خلقو د ووټونو او راې جلبولو لپاره خپلو پروګرامونه خلقو ته وړاندې كړی چې خلق پخپله يوه فيصله وكړی.
په انډويشيا كې د خلقو د اسلام ته زيات رجحان له خاطره د مجلس كانديدا د خلقو ووټونو اخستلو لره په مذهبې موضوعاتو ډيره تكيه كوی
د انډونيشيا 230 ميليون وګړيو كې تقريبا 90 فی صده مسلمانان دې او په اسلامی هيوادونو كې له ټولو زيات وګړی او نفوس لری
د هيواد د مجلس ټولټاكنی د دوری د مياشتې په 20 نیټه تر سره كیږی
380754