د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د بالكان د څانګې يو راپور پر اساس، په دې غونډه كې د قران پاك استاذانو له تيرانا، اشكودرا، لوشنيا، بورل، دورس، الباسان، كرويا او پريسكا ښارونو ګډون وكړ.
د البانيا قرانی مؤسسې مشر ښاغلی «محمدرضا حاج خضر» د څو ايتونو تلاوت نه پس د نوی لمريز كال راتلل ټولو ته مباركې وړاندې كړه او وويل زما ارمان دا دې چې ټول انسانان او بيا په تيره مسلمانان دې خپلو كې مينې وحدت او سولې سره وخت تير كړی او د يو بل احترام وكړی.
هغه هيله من شو لكه څنګه چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ژوند په وخت اسلامی اولس وحدت او وروروالی لره اوس هم د هغه پيروی وكړه او نورو مسلمانو وروڼو سره په سولې او په مينې وخت تير كړی.
حاج خضر د وينا په بلې برخې كې د المصطفی نړيوالې پوهنتون د پيژنګلو په څنګ كې وويل: د خدای پاك ډير شكر ګزار يم چې د دې موسسې داسې پوهنتون سره اړيكه ده چې پكښې د نړۍ سلو هيوادونو زيات تقريبا 17 زره محصلين د علم په حاصلولو بوخت دی
د دې اجلاس په دوام كې د قران پاك استاذانو د قران كارونو په هكله ځينې نظرونه او وړانديزونه وړاندې كړو.
در ادامه جلسه، مربيان و اساتيد قرآن ضمن بحث و گفتوگو، نظرات و پيشنهادات خود را در راستای فعاليتهای قرآنی خود ارائه دادند.
380687