IQNA

«ضياء‌العالمين» د امامت په هكله يو ډير دروند كتاب دی

10:19 - March 30, 2009
د خبر لمبر: 1758829
د افتخاری خبريالو ډله عاليه السادات جاهد جلالی: ارواښاد علامه شيخ عبدالحسين امينی په خپل ارزښتمند كتاب الغدير كې ليكلی دی چې ضياء‌العالمين» د امامت په هكله يو ډير دروند كتاب دی چې تر اوسه پورې د امامت په هكله ليكلې شوې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د مشهد څانګې د يو راپور پر اساس، «ضياء‌العالمين فی تبيان امامة الأئمة المصطفين(ع)» د يو داسې كتاب نوم دی چې يو لوې او عزتمن عالم ښاغلی «ابوالحسن شريف بن محمدطاهر فتونی نباطی عاملی اصفهانی غروی» د سپوږميز كال 1137 هجری كې ليكلې دی.
د ليكوال نوم . «شريف» او كنيت یې «ابوالحسن» او «آل‌فتونی» یې خاندان او په لبنان كې د جبل عامل د سيمې «نـباطه» اوسيدونكی دی چې په اصفهان كې زیږدلی او بيا نجف اشرف عراق ته لاړ او ټول عمر په مشهد غروی كې تير كړ.
هغه د علامه مجلسی د (بحارالانوار كتاب ليكوال) شاګرد او د «صاحب جواهر» ليكوال مورنۍ نيكه و دې «ضياء‌العالمين فی تبيان امامة الأئمة المصطفين(ع)» نه پرته نور كتابونه لكه تفسير مرآة‌الانوار و مشكوة‌الاسرار» او «تنزيه‌القميين» هم ليكلی دی
د فتونی د «ضياء‌العالمين» كتاب كې يوه ستر سريزه بيان كړی ده او له هغې پس په لومړی څپركې كې یې دولسو امامانولپاره امامت ثابت كړې دی او په دوم څپركې كې یې د امامت دروغجنو ادعا كوونكيو دليلونه رد او باطل كړی دی چې تقريبا په دريو ټوكو او 1950 مخونه لری
د «ضياء‌العالمين فی تبيان امامة الأئمة المصطفين(ع)» فارسی ژباړه د روان كال په نيمه كې راشی.
380853
captcha