IQNA

د هندوستان پوليسو د مسلمانانو په خلاف په وينا باندې «وارون گاندی» ونيوه.

10:17 - March 30, 2009
د خبر لمبر: 1758866
د افتخاری خبريالو ډله/ جلال بيطرفان: د هندوستان د اوترپرديش پوليسو د جواهر لعل نهرو لوی لمسې او د هندوستان لومړې وزير «وارون گاندی» په دې سبب ونيوه چې د اسلام په خلاف خبرو سره یې مسلمانان هڅول.
د ايران د افتخاری خبريالو د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د خيمه اطلاع رسوونكی مركز یې له رويترز څخه نقلوی، د هغه له نيولو وروسته د هغه ١٠ زرو هندوانو ملګرو مظاهرې وكړې چې پوليسو هغه خپاره كړل.

وارون ګاندی د اترپرديش په ټيليويژن كښې په خپلې تبليغاتی وينا كښې ويلی وو چې له مسلمانانو څخه هر يو كس «اسامه بن لادن» دی چې بايد د هيواد له كارونو یې لاس پرې كړی شی.

پليسو له هغې وينا وروسته هغه ونيوه خو هغه خپلو هندوانو ملګرو ته وويل: زما په خپلو خبرو يقين دی او د دې خبرو لپاره به تر مرګه ولاړ يم.

ګاندی دې وخت كښې په بند كښې دی، هغه له دې وړاندې هم په مسلمانانو پسې خبرې كړی وی.
381003
captcha