IQNA

د دينونو په بې لارۍ كښې د يهودی عالمانو د كړچار څیړنه

10:26 - March 30, 2009
د خبر لمبر: 1758875
د افتخاری خبريالو ډله/ حسين قاسم نژاد: د يهودو عالمان د لومړی ځل لپاره په جزيرة العرب كښې د قريشو په مرسته وغوښتل چې اسلام له منځه يوسی، او بيا یې د منافقت لاره د ځان لپاره وټاكله.
د مستندو تاريخونو پر اساس، ناڅاپه يو يهودی سړی شمعون د عيسايانو په دين كښې پيدا شو چې په خپله وايی چې زۀ په بيابان كښې روان وم چې عيسی(ع) راته څرګند شو او ویې ويل: "ما ولې دومره تنګه وې" نو بيا شمعون عيسايی شو او تر دې حده راغے چې د عيسايو له ټولو حواريانو مشر شو او نن په عيسايانو كښې يوازې د هغه ښودنې او تعليمات باقی دی.

د عيسائيت په بې لارۍ كښې د يهود كړچار

كوم كتابونه چې پاتې دی لكه د پترس انجيل او د برنابا انجيل و... عيسايان یې نه قبولی په بيله توګه واتيكان (چې د عيسايانو يوه فرقه ده) دا سړی بيا وروسته پولس يا پل مقدس په نوم مشهور شو. برنابا د خپل انجيل كتاب په لومړيو كښې ليكلی:
"څوك چې مسيح د خدای زوی ګڼی او چا چې ختنه پریښوده په داسې حال كښې چې خدای د هغې حكم كړی دی او چا چې هره ناپاكه غوښه جائزه كړه او هغه كسان چې ګمراه شوی دی د هغوی په شمېر كښې پولس هم دی چې د هغه په هكله خبره نه كوم مګر په افسوس سره او هغه د دې سبب شو چې زۀ یې ليكلو ته مجبور كړم د هغو حقو خبرو چې يسوع سره مې په ناسته پاسته كښې اوريدلی او ليدلی دی؛ د دې لپاره چې خلاص شئ او شيطان مو ګمراه نه كړی ګنی د خدای په سزا كښې به هلاك شئ...."

حقيقت دا دی چې اهل تورات پيغمبرانو په وژلو كښې ډېر اوږد لاس لاره هغوی د خپل قوم د ځينې پيغمبرانو په وړاندې دا طريقه (وژنه) نه شوه استعمالولی نو روميانو سره یې مرسته وكړه چې لكه څنګه یې يحيی پيغمبر شهيد كړی و مسيح هم ووژنی چې د خدای په حكم په هغوی امر مشتبه شو او هغوی هماغه حواری چې د خدای په حكم د مسيح په شكل كښې راغلی راټينګ كړ او په صليب یې پانسی كړ.

نو هغوی د عيسی(ع) په وژنه كښې كامياب نه شو، خو د عيسی(ع) د دين د تحريفولو او بې لارې كولو لارې یې هوارې وليدی چې چې د عيسی(ع) روحانی او پاك ژوند او د هغه د زوكړی كيسه د دې سبب شوې وه چې ځينې عيسايان په هماغه لومړيو وختونو كښې د عيسی(ع) لپاره د خدای قائل شوی وو او همدا سبب و چې د روحانيت شورا او يهوديانو د يهودی شمعون يا هماغه پل قديس فكرونو او ليدتوګې سره مخالفت نه كاوه ځكه چې خپل یې و. حالت دې حد ته راغله چې د تثليث نظريه د روم په حكومت هم غالبه شوه او د روم امپراطور د مسيحيت اعلان وكړ، د يهوديانو د پيغمبر وژنې په هكله قران فرمايی: "ووايه كه ايمان لرئ نو له دې وړاندې مو ولې خپل پيغمبران وژل؟"

همدارنك قران دا خبره ثابتوی چې يهوديانو به په خپله خوښه كلمې بې ځايه كولې د دې لپاره چې د خدای له كتابه هم هغسې مطلب واخلی چې كوم یې زړه غواړی :"نو وای دې وی په هغه كسانو چې په خپله خبرې وليكی او بيا وايی: دا د خدای له خوا دی د دې لپاره چې په كمې بیې یې خرڅ كړی، نو وای وی په هغه څه چې له دې لارې یې په لاس راوړی"

دا رنګ ايتونه ډېر زيات دی، خو مولوی په خپل كلام كښې د يهويانو دا دخل او تصرف چې د عيسی په دين كښې كړی دی په ډېر ښكلی انداز كښې بيانوی:
قوم عيسی را بد اندر دار و گيرــــــــــ حاكمانشان ده امير و دو امير
هر فريقی مر اميريی را تبع ــــــــــ بنده گشته مير خود را از طمع
اين ده و اين دو امير و قومشان ــــــــــ گشته بنده آن وزير بد نشان
اعتماد جمله بر گفتار او ــــــــــ اقتدای جمله بر رفتار او
پيش او در وقت و ساعت هر امير ــــــــــ جان بدادی گر بدو گفتی بمير
ساخت طوماری به نام هر يكی ــــــــــ نقش هر طومار ديگر مسلكی
حكم‌های هر يكی نوعی دگر ــــــــــ اين خلاف آن، ز پايان تا بسر
در يكی راه رياضت را و جوع ــــــــــ ركن توبه كرده و شرط رجوع
در يكی گفته: رياضت سود نيست ــــــــــ اندرين ره مخلصی جز جود نيست
در يكی گفته: كه جوع و جود تو ــــــــــ شرك باشد از تو، با معبود تو
جز توكل، جز كه تسليم تمام ــــــــــ در غم و راحت همه مكرست و دام ... .

بيا وړاند د هغه شيطان سړی د اخلاقو په هكله چې د عيسی(ع) دين یې تحريف كړی دی وايی:
او ز يكرنگی عيسی بو نداشت ــــــــــ وز مزاج خم عيسی خو نداشت.

دې ته پام پولس د مسيحيت كښې ډېر كوشش وكړ چې دا دين د خدای له حكمونو لرې كړی چې وروسته همداسې وشو چې له 60 فرقو زياتې فرقې او مذهبونه د عيسی په دين كښې جوړ شول او په لسګونو انجيل وليكل شو چې د انطاكيه شورا يوازې څلور انجيله، متی، لوقا، مرقس، او يوحنا په رسميت وپيژندل.

له بده مرغه په دې ټولو كښې انحرافاتو كښې د يهود لاس په نظر راځی؛ البته د يهوديانو زاهدانو او عالمانو عيسی(ع) پيژنده او د تورات د وعدې مطابق یې هغه پيژندۀ او په زړه كښې یې هغه مانۀ خو له ويرې به یې تقيه كوله. لكه څنګه چې تاريخ هم د دې خبرې ګواهی وركوی خو د عيسائيت د دين د انحرافاتو په سبب د يهودو عالمانو له هغې ډډه وكړه او له انجيل یې لاس واخسته او هغه یې يو شرك اميز كتاب وګاڼه.

د ويلو ده چې د يهوديانو لومړنيو عالمانو په زړه كښې په عيسی(ع) عقيده لرله خو څرګندولی یې نه شوه.

د اسلام څرګنديدو سره د يهوديانو كړچار

د يهودو عالمان په لومړی ځل لپاره په جزيرة العرب كښې د قريشو په مرسته وغوښتل چې اسلام له مينځ يوسی، او بيا یې د منافقت لاره د ځان لپاره وټاكله. يعنې ویې ويل: مونږ مسلمانان يو خو په پټه به یې مسلمانانو پورې ټوكې كولی. لكه څنګه چې قران د منافقانو په هكله د سوره بقره په لوړميو ايتونو كښې وايی: "او له خلكو څخه ځينې هغه كسان دی چې وايی: "په خدای اود آخرت په ورځې مو ايمان راوړے دے" پداسې حال كښې چې ايمان یې نه دے راوړے" په بل ايت كښې فرمايی: "دوی له خدای سره او هغو كسانو سره چې ايمان یې راوړے دے ټګی كوی، په داسې حال كښې چې يوازې ځانونه تير باسی ، (خو) پوهیږی نه." په بل ايت كښې فرمايی: "د دوی په زړونو كښې ناروغی ده، نو خدای یې ناروغی نوره هم زياته كړه او د دوی د تل دروغو له امله دوی لره دردمن عذاب دے." په بل ايت كښې فرمايی: "او كله چې دوی ته وويل شی: "په ځمكه كښې فساد مه كوئ" وايی: "مونږ خو يوازې اصلاح كوونكی يو" خبردار اوسئ! هم دوی فساد كوونكی دی خو پوهیږی نه." په بل ايت كښې فرمايی: "او كله چې دوی ته وويل شی:"لكه څنګه چې نورو خلكو ايمان راوړے دے ايمان راوړئ" وايی: "آيا مونږ داسې ايمان راوړو لكه څنګه چې كم عقله كسانو ايمان راوړے دے؟!" خبردار اوسئ! دوی په خپله كم عقله دی، خو پوهیږی نه."او كله چې په هغو كسانو پیښ شی چې ايمان یې راوړے دے، وايی: "ايمان مو راوړے دے" او كله چې خپلو شيطانانو (ملګرو) سره يوازې شی نو وايی: " مونږله تاسو سره يو مونږ يوازې (په مؤمنانو پورې) ټوكې كوو الله په هغوی پورې مسخره كوی او هغوی په داسې حال كښې پریږدی چې په خپله سركښۍ كښې لالهانده ګرځی .

له دې وروسته یې بيا د اسلام د انحراف لپاره داستانونه جوړ كړل او د پيغمبر(ص) د حديثونو د خرابولو لپاره یې يوۀ يهودی كعب الاحبار ګټه واخسته چې د امويان په زړه پورې حلال او حرام به یې جوړول او په دې طريقه یې د پيغمبر(ص) حديثونه خراب كړل.

د يهوديانو عالمانو د قران لپاره يو د دروغو شان نزول ليكلی دی چې هر يو عاقل حيرانوی او د په د مسلمانانو په شيعه او سنی كښې له ټولو لوی مشكل چې په فقهی او دينی معارفو كښې راغلی دی هغه همدا د دروغو شان نزول دی چې يهوديانو جوړ كړی دی. چې له بده مرغه په اسلامی تاريخو كښې هم دا كيسې راغلی دی لكه تاريخ طبری، يعقوبی وغيره كښې.

ډېرې پیښې داسې دی چې تر اوسه پورې په اسلامی كښې د يهوديانو د انحرافاتو څرګندونه كوی چې د مطلب د اوږدوالی په سبب یې نه بيانوم.

نن هم اسلامی سره له ټولو زياته كينه او نفرت په يهوديانو كښې دی او غواړی چې مسلمانان په ظلم سره له فلسطينه او نورو ځايونو وباسی او هلته حاكم شی او همدارنګ د هغوی په خلاف كتابونه، ټيليويژن، مقالې، ریډيو او چې څه یې له وسه كیږی استعمالوی.

ليكوال: حسين قاسم نژاد. ژباړه: محمدرحيم درانی
380652
captcha