IQNA

"په اسلام كښې د ښځې مقام" په هكله نيوكې په اردن كښې وڅیړل شوی

12:13 - March 31, 2009
د خبر لمبر: 1759195
كلتوری او ټولنيزه ډله: د اردن د ميانه روی د ښځو د انجمن برخې د اردن په پلازمينې امان كښې د يو سمينار "په اسلام كښې د ښځې مقام" د دې لپاره ترسره كړ چې په دې هكله نيوكو او پوښتنو ته ځوابونه وركړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د دې هيواد د «الدستور» ورځپاڼې یې نقلوی، د اردن د شريعت د پوهنځای د فقهې استاذ «محمود السرطاوی» او د يرموك د د پوهنځای د فقهې استاذ «محمد عقله» په دې سمينار كښې ويناوې وكړی.

د ميانه روی د ښځو د انجمن مشرې «سوسن مؤمنی» هم د په اسلام كښې ښځو د كړچار، ښځو ته د ازادۍ وركولو او مقام وركولو په هكله خبرې وكړی.

هغې دې ته پام چې دښمنان لګيا دی نن له ښځې نه د يو كالی په توګه د اسلام ارزښتونو د كمزوی كولو لپاره ګټه اخلی، ايتونو او روايتونو ته پام یې داسې وويل: د ځينو ايتونو له تفسيره او له ځينو روايتونو دا په لاس راځی چې له ښځې نه بده ګټه اخستل د هغې د اصلی حقونو د ضايع كيدو سبب كیږی.

هغې همدارنګ وويل د ښځو د حقونو په هكله به په راتلوونكی كال كښې د نړيوالو انجمنونو په مرسته نور نړيوال سمينارونه هم ترسره كیږی.
381425

captcha