د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د «برناما» خبری اژانس یې نقل كوی، د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی «اكملالدين احسان اوغلو» د دوشنبه په ورځ د دوری د مياشتې په لسمه نیټه په دوحې كې د عربو ګاونډيانو د غونډې افتتاحيی ته په وينا كې په دې خبری ټينګارسره چې اسرائيل د فلسطينيانو د كورونو ورنولو كې بوخت دی او غواړی چې د دې ښار اسلامی او عربی څيره تباه كړی وويل: د اسلامی هيوادونو لخوا يو هوښيار او مضبوط دریځ د اسرائيل دا اقدامات كمولې يا ختمولی شی
هغه د وينا په بله برخه كې غزې تړنګی ته د خپل اخيری سفر ته اشارې سره و ويرانۍ او تباهۍ په هكله وويل: په دې بريد كې د اسرئيلو لخوا، د جنګی ظلمونه او جنايات او د ناقانونی وسلې څخه استفاده كولو نه هیڅوك انكار نه كوی.
د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی «اكملالدين احسان اوغلو» همدا رنګ له عربی او اسلامی هيوادونو غوښتنه وكړه چې د غزی تړنګی د ودانولو كار كې بیړه وكړه او د مظلومو خلقو دردونه دې كم كړی.
381656