IQNA

«مكتب اسلام» مجلې په اخيری ګڼه كې د مسلمانانو تر مينځ د وحدت د ضرورت موضوع وڅیړه

9:42 - April 01, 2009
د خبر لمبر: 1759385
د تفكر ډله: د ښاغلی خير خواه ليكلی مقاله د (مسلمانانو د وحدت ضرورت او د اسلامی اتحاد زمينې) د «مكتب اسلام» مجلې په اخيری ګڼه كې خپرۀ شوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دې مقالې په سريزې كې راغلی دی لكه څرنګه مونږ ته معلومه ده چې د مسلمانانو د يووالی او وحدت د ضرورت په هكله د اسلامی نړۍ ډير پوهاندو مطلبونه ليكلی دی خو تر اوسه پورې په دې هكله هر څه هم چې شوی دی بس ندی
ليكوال په باور د ال عمران په سورت كې د 103 ايت « وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُوا» كې د حبل نه مراد رسۍ ده خو دلته یې مراد د وحدت او يووالی اوزار دی پس د «وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ» مفهوم دا دی چې ټول بايد د خدايی اتحاد د اوزار پورې منګولې ښخې كړئ.
په دې مقالې راغلی دی چې د اسلامی رواياتو معلومیږی چې د وحدت په هكله ټول تعبيرونه د «حبل‌الله» جملې سره خاص نه دی ځكه چې د الهی رسۍ نه مراد هر هغه وسيله او اوزار دی چې اسلامی امت په يوځاې كړی او د دوی تر مينځ وحدت او يووالې راولی.
د ښاغلی خير خواه ليكلی مقاله د (مسلمانانو د وحدت ضرورت او د اسلامی اتحاد زمينې) په نوم، د «مكتب اسلام» په 48 ګڼه د فرج‌الله فرج اللهی په مشرۍ كې خپرۀ شوه
381608

captcha