د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الشرق الأوسط» نړيوالې ورځپاڼې یې نقلوی، دا ناسته د عربستان د نقدينګی د مؤسسې د مشرانو او د مالی اسلامی خدمتونو د مؤسسې د كارپيژاندو او د 56 اسلامی هيوادونو د بانكونو د مشرانو په ګډون سره به شورو كیږی.
په دې ناسته كښې كډون كوونكی به د مالی اسلامی خدمتونو غړی هيوادونه يو بل سره د مرستې زياتولو او د بانكی او مالی خدمتونو په څه رنګ والې چې اسلامی شريعت سره سم وی په هكله خبرې اترې كوی.
د مالی اسلامی خدمتونو دا شورا د مليشيا په پلازمينې «كوآلالامپور» كښې د 2002 كال د نومبر په مياشت كښې جوړه شوه چې اصلی مقصد یې په اسلامی باكدارۍ باندې نظر كول او د هغې مزبوتول دی.
په دې شورا كښې «عربستان»، «كويت»، «بحرين»، «قطر»، «امارات»، «مصر»، «سوډان»، «اردن»، «سوريه»، «مليشيا»، «ايران»، «پاكستان»، «سنگاپور»، «مالديو»، «بنگلديش»، «برونئی» او د اسلامی پراختيا بيك غړی دی. چې په هركال كښې دوه ځله دا ناسته له دې هيوادونو په يوۀ هيواد كښې ترسره كیږی.
د دې شورا په عمومی انجمن كښې له پاسه هيوادنو پرته «كانادا»، «انگليس»، «آمريكا»، «چين»، «ژاپن»، «هنگ كنگ»، «سنگال»، «تركيه»، «لبنان»، «جيبوتی»، «فيليپين»، «مراكش »، «فلسطين» و «انډونيشيا» هم ګډون لری.
د عربستان نقدينګ مؤسسه په 1952ميلاد كال كښې په جده كښې جوړه شوه چې د ريال د مزبوتيا لپاره او په نړۍ كښې د هغې د قيمت د پرمختګ لپاره یې خدمتونه وكړل.
381691