IQNA

په چكوسلواكيه كې د جومات سپكاوې د يورپ لخوا د اسلام ګروهنې پر ضد د مبارزې يو بل سمبول

12:20 - April 03, 2009
د خبر لمبر: 1759576
نړيواله ډله: په چكوسلواكيه كې يو ناپيژاندې ډلې په يو نسل پرست اقدام كې د يو د جومات په اصلی دروازې باندې د اسلام مخالف شعار او نعرې ليكل د يورپ لخوا د اسلام ګروهنې پر ضد د مبارزې يو بل سمبول او نمونه دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز«محيط» یې نقلوی، د چكوسلواكیې د پوليسو رسمی ويندوېې د دې په هكله وويل: دې ډلې د چكوسلواكیې د پلازمينې پراګ، د يو جومات په اصلی دروازې د اسلام پر ضد ځينې عكسونه جوړ كړی وو چې يو مسلمان دغه اوليدل او پوليس ته یې اطلاع وركړه.
د چكوسلواكیې د پوليسو رسمی ويندوېې زياته كړه: ناپيژاند او افراطی خلقو د جومات په ديوال «په اسلام بنديز ولګوئ » نعرې هم ليكلې وې خو د چكوسلواكيه پوليسو تر اوسه پورې د دغه كسانو پيژنګلولی نده كړی او دغه خلق یې په ګوته نه دی كړی
په پراګ كې د اسلامی مؤسسې مشر ښاغلی «ولاديمر سانكا» د اسلام پر ضد اقدام په محكومولو سره اعلان وكړ: مونږ د اقدام يو نسل پرست او افراطی قدم ګڼو او په هكله به جدی تحقيق كوو
په چكوسلواكیې كې 400000 زره ځايی مسلمانان او 20 زره بهرنی مسلمنان دی چې له مختلفو قومونو سره تعلق لری او د پراګ په ښار او برنو ښار كې همدا يو څو مسجدونه دی
381747
captcha