د جامعه الزهراء سيد الشهداء دارالقران مرستيال ميرمن «نرگس امينی» د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قم شعبې سره د خبرو اترو په وخت د دې خبر اعلان سره وويل: دا سيمينار هر كال تر سره كیږی مخكښې دا سيمنار يوازې د قران پاك حافظانو سره خاص و خوا سږ كال پكښې كتاب، مقالې او ....هم شامل دی
هغې زياته كړه مينه وال د قران پاك په هكله خپل كتابونه، مقالې، فيلم، عكسونه، ويب پاڼه ويبلاګ د دوری د مياشتې تر 25 نیټې دې سيمينار دفتر ته رالیږلې شی
«نرگس امينی» وويل: د حفظ نه علاوه تفسير د ښودلو طريقه او قرانی مفهومونو مقابلې هم د دې سيمينار برخه دی
«نرگس امينی» څرګنده كړه: په مقابلو كې بريالې سلو (100) ښځو ته به جايزې او انعامونه هم وركولې شی.
381343