د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د دې سمينار په لومړنۍ ناسته كښې د عربی ډلو ستر سكتر «رياض جرجور» په اسلام او مسيحيت باندې په خپلې مقالې چې د « تقريب بين اديان» په نامه یې ليكلې وه خبرې وكړی او ویې ويل: دې سمينار ته په راتللو ډېر خوشحاله يم چې پكښې د داسې شخصيتونو درناوې كیږی چې هغوی په خپل كوشش سره دين د خلكو تر مينځ د يووالی او هدايت سبب وګاڼه.
جرجور د اسلام وحدت او د دينونو د مينځ په نزديوالی باندې خبرې كولی او ویې ويل: اسلام او مسيحت بلكه ټول دينونه د انسانانو د هدايت لپاره راغلی دی نو په هغې بې له مينې، صلح، عدالت او د انسان له عزته بل څه نه شی كيدی؛ د دينونو ډېر والی له دې سببه دی چې په هره زمانه كښې د هغې شرطونو ته په پام د انسان د هدايت لارې ډېرې دی او دا سبب كیږی چې د دينونو لارويان دې خپلو كښې كښينی او يو بل ته د خپل دين د پيژنګلو بلنه وركړی او خبرې اترې وكړی.
بيا پكښې د المنار چينل مشر «عبدالله قصير» مقالې وړاندې كړې چې موضوع یې «د مذهبونو په نزديوالی كښې د رسندويو رول» و. او دې ته په پام چې د انسانو د اړيكو اسباب ډېر زيات شوی دی او اخرنی ديرشو كالو كښې دا اسباب د انسانانو د فكرونو بدلوونكی ګڼل كیږی، هغه وويل: لويدیځ هيوادونه او صهيونيسټانو له دې اسبابو د خپلو سياستونو، فرهنګ او د مسلمانانو او عربو د بدنامې او غلط اينځور وړاندې كولو لپاره ګټه اخستې ده او په دې لاره كښې له نورو وړاندې دی.
هغه ټينګار وكړ: كه څه هم د دينونو نزديوالی لپاره د اسلام پروګرام هیڅ كله ولاړ نه دی پاتې، خو لويدیځو هيوادونو او صهيونيسټانو په خپلو رسندويو او تبليغاتو سره بيا هم په اسلام او عربو كښې په بيله توګه په پاكستان او عراق كښې دا اختلاف فتنه اچولې ده او په نړيواله توګه یې په اسلام او عربو كښې اضطراب او تردد اچولی دی؛ د هغوی مقصد يوازې هم دا دی چې د مقاومت پلويان وزپی او كمزورې یې كړی او همدارنګ د عربو او اسرائيلو تر مينځ د خبرو اترو لار خلاصه كړی چې ورسره د جمهوری اسلامی ايران مقابله وكړې شی ځكه چې هغه د مقاومت له ټولو لوی پلوی دی. او همدارنګ دا رسندویې دا هڅه كوی چې جهل، مذهبی تعصب او په خلكو كښې غلط فكرونه خپاره كړی.
دې هغه وروسته حجت الاسلام حسين غبريس خبرې وكړې او خپله مقاله یې وړاندې كړه
381767