د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Rising Kashmir» ورځپاڼې یې نقلوی، د پنجشنبې په ورځ د وری د مياشتې په 13 نیټه په يوۀ ګزارش كښې یې كشمير ته د قران ته راتلو د تاريخ په هكله خبرې كړی دی او ليكلی یې دی: يو قران چې امام موسی كاظم(ع) ته یې نسبت وركول كیږی د كشمير په «چاتابال» سيمه كښې په «باب الحوائج» نومې ځای كښې ساتل كیږی، دا قران په كوفی خط ليكل شوی دی او د هغې په اخرنی مخ كښې يو مهر لږيدلی دی چې د 173 هجری قمری د محرم د مياشتې نیټه ورباندې ليكلې شوې ده.
ويل كیږی چې دا نسخه هغه وخت امام موسی كاظم(ع) ليكلې وه چې كله هغه د هارون الرشيد په زندان كښې بندی و، د هغه له شهادته وروسته دا نسخه د ايران اردبيل ښار ته راوړې شوه او بيا په 665 هجری كال كښې د «سيد سلطان حيدرغبروای» په لاس كشمير ته ورسيده او له وروسته تر اوسه پورې د هغه لمسی دا نسخه ساتی.
له ديارلسو سوو كالو تيريدو وروسته كه څه هم د دې قران د حفاظت لپاره څه شيميايی دارو نه دی استعمال شوی خو بيا هم نه د هغې رنګ بدل شوی دی او نه یې مخونه خراب شوی دی.
دا نسخه يوازې د دوو ورځو لپاره خلكو ته ښودل كیږی يو د امام موسی كاظم (ع) د شهادت په ورځ او د د امام حسين(ع) د اربعين په ورځ.
382211