IQNA

د تجارت د ښوونې عالی مؤسسه د فرانس په «رِنس» ښار كښې «اسلامی بانكدارۍ» ښيی

9:25 - April 04, 2009
د خبر لمبر: 1759796
نړيواله ډله: د تجارت د ښوونې عالی مؤسسه د فرانس په «رِنس» ښار كښې (Grande Ecole Sup de Co Reims) دا ارده لری چې په دې مركز كښې د «اسلامی بانكدارۍ» سبق وښيی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Newsmanagers یې نقلوی دا نوې سبق به «بانكداری او اسلامی ماليات» نامه لری چې په انګلينډ كښې د (RMS) د بانكدارۍ استاد «قصّن بوسلمه» به یې ښيی.

په دې نوی سبق كښې د اسلامی بانكدارۍ نوی او بشپړ اصول ښودل كیږی.

رنس يو داسې ښار دی چې د «مقدسو بتانو په ښار» مشهور دی چې د فرانس د «مارن»(Marne) او «شامپاين آردن»(Champagne-Ardenne) سيمو تر مينځ په فرانس كښې واقع دی.
382102
captcha