د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ISESCO یې نقلوی، په دې ناسته كښې به د اسلامی كانفرنس اووه پنځوس غړی هيوادونه، د دې كميشن غړی او خاصې ډلې ګډون كوی.
په دې ناسته كښې به د ايسسكو د بهرنی رابطو مشر « محمد قمری» د دې غونډې د هغه كارونو په هكله چې له تيرې ناستې یې تر اوسه پورې كوم علمی، كلتوری كارونه كړی دی ګزارش وړاندې كوی.
په دې ګزارش كښې زياتر د اسلامی هيوادونو د ماشومانو د چارو د وزيرانو د كارونو همدارنګ د پاكۍ د وزيرانو د چارو، د ايسسكو د كلتوری او تمدنی خبرو لپاره د كوشش په هكله او په عراق، افغانستان او سومالی كښې د علمی، ښوونيز او كلتوری مؤسسو د حمايت په هكله خبرې كیږی.
382103