IQNA

په ليبيا كښې د OCIد بشر دوستانه دويمه ناسته پایې ته ورسيده

9:14 - April 05, 2009
د خبر لمبر: 1760265
نړيواله ډله: د (OCI) د اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو د بشر دوستانه د سازمانونو دويم سمينار پرون د وری د مياشتې په 14 نیټه د ليبيا په پلازمينه طرابلس ښار كښې پایې ته ورسيد
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «نسيج» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی دا سمينار د سازمان كانفرنس اسلامی د نظارت لاندې ترسره شو. او ګډون كوونكيو پكښې په دې خبره ټينګار وكړ چې د بشر دوستانه سازمانونو دې خپل دفتر جوړ شی.

په دې سمينار كښې د هغه لومړۍ ناستې نتيجې وڅیړل شوی چې په 2008 كال كښې په سنګال كښې د ترسره شوی و.

د تبليغ اسلام د نړيوال انجمن د سترسكتر «محمد احمد الشريف» وويل: اوس ځينې غير اسلامی سازمانونه غواړی چې په بشر دوستانه سازمانونو كښې لاس ووهی او اوس دا سمينار د دې لپاره ترسره كیږی چې د دا رنګ لاس وهنې مخه دې ونيسی.

د سازمان كانفرنس اسلامی سترسكتر «اكمل الدين احسان اوغلو» هم په دې پروګرام كښې ګډون وكړ او دا رنګ پروګرامونه یې ښه وبلل.

دا سمينار د وری د مياشتې په 13 نیټه شورو شوی و چې پكښې 32 بشر دوستانه غونډې چې په OCI كښې كاركوونكيو ګډون وكړ.
382394
captcha