د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «نسيج» له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په بيلجيم كښې د كويت سفير«نبيله الملا» په دې هكله وويل: دا مقابلې د بروكسل د جمات د كلتوری او اسلامی مركز په مرسته د دې مركز په ځای كښې ترسره كیږی چې پكښې د بيلجيم لږ مسلمانان كډون كوی.
په بيلجيم كښې د كويت سفير وويل: دا مقابله د دې لپاره ترسره كیږی چې د بيلجيم مسلمانانو يو بل سره اړيكه ولری او د كويت سفارت په دې لړ كښې تراوسه ډېر پروګرامونه ترسره كړی دی.
هغه په پایې كښې زياته كړه: د دې مقابلو نتيجه به له مقابلو يوه اوونۍ وروسته په يوه خاص پروګرام كښې اعلانیږی، د دې مقابله ترسره كوونكيو د دې مقابلې لپاره ډېر ګرانبيه انعامونه مقرر كړی دی چې ګټلې كسانو ته به یې وركوی.
382426